سیمه

جنوبی کوریا ته د پوتین ګواښ د امریکا له غبرګون سره مخ شو

امريکا شمالی کوريا ته د وسلو د لېږلو په اړه د روسیی د ولسمشر ولاديمير پوتين د ګواښ په غبرګون کې اندېښنه څرګنده کړې او خبرداری يې ورکړی، چې دا ډول اقدام د کوريا تسلیحات بې ثباته کولای شي.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند متیو میلر خبریالانو ته وویل: «دا ډېره د اندېښنې وړ ده.

“دا په احتمالي توګه د کوریا تسلیحات بې ثباته کولی شي، د وسلو ډول پورې اړه لري، او ممکن د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پریکړه لیکونو څخه سرغړونه وکړي چې روسیه یې ملاتړ کوي.

“تر دې مخکې د روسیی ولسمشر ولادیمیر پوتین د پنجشنبی په ورځ دغبرگولی په ۳۱مه له اوکراین سره د جنوبی کوریا د وسلو ملاتړ یوه لویه تېروتنه وبلله او ویې ویل چې شمالي کوریا ته د وسلو استول رد نه‌کړي.

د فرانسه خبری آژانس په وینا، پوتین، چې ویتنام ته د سفر لپاره په هانوی کې دی، وویل: “د وژونکو وسلو سپارل به یوه لویه تېروتنه وي.

“که داسې وشي، موږ به داسې پریکړه وکړو چې د سویلی کوریا اوسنی مشرتابه شاید خوښ نه کړي.”

په همدې حال کې د شمالی کوریا او روسیی مشرانو کیم جونګ اون او ولادیمیر پوتین د چهارشنبی په ورځ د غبرگولی ۳۰ مه په پیونگ یانگ کې یو ګډ دفاعی تړون لاسلیک کړ.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button