سیمه

د حزب الله مشر: د اسراییلو هیڅ ځای به زموږ له بریدونو خوندي نه وي

د لبنان د حزب الله عمومی منشی سید حسن نصرالله په یوه تلویزیونی وینا کې ویلي دي: «که پر لبنان جګړه تحمیل شي، حزب الله به له اصولو او چت پرته جګړه وکړي.»

د حزب الله مشر د لومړی ځل لپاره قبرس ته ګواښ وکړ او ویې ویل: که اسرائیلو ته اجازه ورنه کړي چې خپل هوايي ډګرونه او اډې د پوځي تمریناتو لپاره وکاروي او د حزب الله لپاره ګواښ وګڼل شي، قبرس به د جګړې برخه شي.

هغه زیاته کړه: که اسرائیل غواړي چې له لبنان، یمن او عراق سره اوربند وکړي، باید په غزه کی پوځي اقدام ودروي.

حسن نصرالله ټینګار وکړ چې اسرائیلی ځواکونه د کړکېچ له زیاتېدو وېره لري چې د غزې پر پوله به سخته اغېزه وکړي او د وسلو زېرمه کولو ته به اړ کړي.

د حزب الله مشر زیاته کړه: د اسرائیلو د تخنیکی وسایلو، رادارونو او بالونونو په نښه کولو سره به د اسرائیلو د پوځ د ړندو کولو تګلاره تعقیب کړو.

په همدې حال کې اسرایلو له جنوبی لبنان سره پر پوله خپل ډېر پوځي تاسیسات ایستلي دي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button