سیمه

کنعانی د انقلابی گارد په اعلانولو کې د کانادا عمل په کلکه وغانده

د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ناصر کنعانی د ایران د سپاه پاسداران د ترهګرې ډلې په اعلانولو کی د کانادا د اقدام په غندلو سره وویل، دغه کرغیړن اقدام د مشروع او ځپونکي ځواک په تولید او د سپاه پاسداران د صلاحیتونو د کچې په لوړولو کی هیڅ اثر نه لري؛ او زیاته یې کړه: “موږ به په متناسب ځواب کې له خپلو حقونو څخه دفاع وکړو او موږ دا په دوه اړخیزه توګه خوندي ګڼو.”

ښاغلي کنعانی زیاته کړه: دا غیر مسوولانه او پارونکي اقدام د هغه غلطې لارې په لور روان دی چې د کانادا حکومت له یوې لسیزې څخه د زیاتې مودې لپاره د بشر د حقوقو د اصلي سرغړونکو او د ترهګرۍ د اصلي بنسټ ایښودونکو تر نفوذ لاندې نیولی دی.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې مخکې د کانادا حکومت د ایران انقلابي ګارډ د تروریستي سازمانونو په لست کې شامل کړی و او له خپلو اتباعو یې غوښتي وو چې په ایران کې دېره شي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button