په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوی (یوناما) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د امنیت شورا به سبا د جمعی په ورځ د افغانستان د مسئلې په اړه غونډه وکړي او په دې غونډه کې به د یوناما مشره روزا اوتنبایوا د افغانستان په اړه خپل راپور وړاندې کړي.
د يادونې ده، چې شاوخوا څلور مياشتی مخکې د امنيت شورا د تېر کال په نيمايی کې د افغانستان پر وضعيت د وروستی ځل لپاره کتنه وکړه.
دا په داسې حال کې ده، چې ټاکل شوې د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو په کوربه توب د دوحې درېیمه ناسته تر یوې اوونۍ زیاتې د هېوادونو د ځانګړيو استازو په ګډون جوړه شي.
پخوا، د ملګرو ملتونو ویاند ویلي وو چې د دوحې د دریمې ناستې د ترسره کولو موخه دا ده چې “له افغانستان سره د نړیوالو ښکیلتیا په لا همغږي، همغږي او جوړښت کې زیاته شي.”