په مکه مکرمه کې سږ کال سخته گرمی چې د لوی اختر په ورځ ۴۸ درجو ته رسیدلې وه.
یو ځل بیا د حج موسم د حاجیانو له مړینې سره تړلی و.
د فرانسی د خبری آژانس د راپور پر بنسټ، د عرب دیپلوماتانو په حواله، د سختې گرمی له امله 323 مصری حاجیان د حج د مراسمو پر مهال مړه شول.
له دې شمېر څخه یوازې یو کس د ګڼې ګوڼې له امله ټپي شوی او په روغتون کې مړ شوی دی.
د یوه دیپلومات په وینا، د مصری حاجیانو د مړینې د زیاتوالي لامل دا دی چې ډیری یې د رسمي چوکات څخه بهر په انفرادی ډول د حج په مراسمو کې نوم لیکنه کړې او ګډون یې کړی.
د فرانسی خبری آژانس د راپور له مخې، د سږ کال د حج په مراسمو کې د ګرمۍ او ګڼې ګوڼې له امله ټولټال ۵۷۷ حاجیان مړه شوي او اوس د مکی مکرمی تر ټولو لوی هدیره المعاصم هدیره کې ۵۵۰ مړي پراته دي.