افغانستان
د یوی ترافیکی پیښی له امله د سمنگان – بلخ پر لويه لار يو تن وژل شوى او اته نور ټپيان دي
د سمنگان د ولايتی روغتون رييس عثمان حميدی وايي، د سمنگان – بلخ پر لويه لاره د يوې ترافيکی پېښې له امله يو تن وژل شوى او اته نور ټپيان دي.
ښاغلي حمیدی زیاته کړه، چې دا پېښه د شنبی په ورځ (دغبرگولی ۲۹مه) د یوه موتر او موترسایکل د ټکر له امله رامنځته شوې ده.
د هغه په وينا، د پنځو ټپيانو روغتيايي حالت نازک دى او ټول د سمنگان ولايتی روغتون د جراحۍ څانګې ته لېږدول شوي دي.