سیمه

د ایرانی حاجیانو د مړو شمېر ۱۱ ته ورسېد

ایرانی رسنیو د دغه هېواد د سرې میاشتی ټولنې د مشر په حواله ویلي چې د حج د مراسمو پر مهال د وژل شویو ایرانی حاجیانو شمېر ۱۱ تنو ته رسېدلی دی.

د راپورونو له مخې، په دوی کې ځینې یې بنسټیزې ناروغۍ درلودې او نور یې د تودوخې له امله مړه شوي دي.

په همدې حال کې ویل کېږي چې ۲۶ ایرانی حاجیان د سعودی په روغتونونو او د هغه هېواد په روغتیايي مرکزونو کې بستر دي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button