د کرملین ویاند دیمیتري پیسکوف وايي، روسیه په سویس کې د اوکراین د سولې په غونډه کې د ګډون کوونکو لپاره کوم پیغام یا الفاظ نه لري.
هغه د روسیی تاس خبري اژانس ته وویل چې هغه هیله لري چې بل ځل به د جګړې په اړه په یوه رغنده غونډه کې خبرې وشي.
د اوکراین د سولې په اړه نړیواله غونډه پرون (شنبه، د جون ۱۵مه) د سویس په بورگنستاک کې پیل شوه او نن به دوام وکړي.
باید وویل شي چې په دې غونډه کې روسیی ته بلنه نه وه ورکړل شوې.
د کرملین ویاند وویل: “موږ نه غواړو دوی (ګډون کوونکو) ته کوم څه انتقال کړو؛ موږ غواړو بل ځل د یوې ډیرې متمرکزی او ژمنې پیښې لپاره سره ووینو.”
په ورته وخت کې چین هم د اوکراین په اړه د سولې په نړیواله غونډه کې ګډون نه دی کړی او ویلي یې دي چې د روسیې له حضور پرته به دغه غونډه اغېزمنه نه وي.