افغانستان
په افغانستان کې له ۲۰۰۵ کال مخکې د موټرو پر وارداتو بندیز لګول شوی و
د مالیی وزارت له ۲۰۰۵ کال مخکې د تولید شویو موټرو پر وارداتو بندیز لګولی دی.
دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دغه پرېکړه د کابینې د پرېکړې او د اسلامي امارت د مشر د حکم پر بنسټ شوې ده.
په خبرپاڼه کې راغلي، هغه موټر چې له ۲۰۰۰ تر ۲۰۰۵ کلونو پورې موډل دي او له دغه حکم مخکې هېواد ته وارد شوي، د روان کال تر اسد میاشتې پورې به د گمرک چارې پرمخ وړي.