سیمهنړۍ

په رفح کې د اسراییلو عملیات به په راتلونکو دوو اونیو کې پای ته ورسیږي

صهیونیستی رسنۍ “کان” د دغه رژیم د امنیتي چارواکو په حواله خبر ورکړی، چې په رفح کې د اسرائیلی پوځ پوځي عملیات به په راتلونکو دوو اونیو کې پای ته ورسیږي.

هغو چارواکو چې نومونه یې نه دي یاد شوي اسرائیلی رسنیو ته ویلي چې که په رفح کې د عملیاتو تر پای ته رسېدو پورې د اوربند موافقه ونه شي، تل اویو به په غزه کې د راتلونکو ګامونو په اړه پرېکړه وکړي.

دغو سرچینو ویلي، چې په غزه کې جګړه خپل دویم پړاو ته نږدې شوې ده.

د مې په شپږمه نېټه، له نړيوالو خبرداریو سره، اسرائيلي پوځ د رفح ښار ته ننوتل او د رفح پولې د فلسطينی غاړې کنټرول يې په خپل لاس کې واخيست.

دې ته په پام سره چې د رفح لاره غزې ته د بشردوستانه مرستو د رسولو یوه مهمه لاره ده، د اسرائیلو دغه اقدام په غزې کې د فلسطینیانو سخت حالات لا پسې خراب کړل.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button