افغانستان
مجاهد: یکشنبه عرفه ده او دوشنبه د لوی اختر لومړۍ ورځ ده
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد لیکلي چې د سترې محکمې د پخواني اعلان له مخې یکشنبه عرفات او دوشنبه د لوی اختر لومړۍ ورځ ده.
ښاغلي مجاهد ټینګار وکړ چې د عرفی او لوی اختر د ورځو اعلان د «شرعی حکم» پر بنسټ شوی دی.
په همدې حال کې سعودی عربستان سبا شنبه د عرفی او یکشنبه د لوی اختر لومړۍ ورځ اعلان کړې ده.