افغانستان
پولی تخنیک پوهنتون د اقلیم د بدلون د کمولو په برخه کې د نړۍ د غوره پوهنتونونو په کتار کې و
د کابل پولی تخنیک پوهنتون د تایمز لوړو زده کړو مجلې په درجه بندۍ کې “په ۲۰۲۴ کال کې د اقلیم د بدلون د کمولو لپاره غوره پوهنتونونه” تر سرلیک لاندې ۱۰۱ مقام خپل کړی.
د لوړو زده کړو وزارت لیکلي، چې په دې درجه بندۍ کې د ۱۰۳ هېوادونو ۹۲۴ پوهنتونونه شامل دي.
دغه پوهنتون د انجینری په برخه کې د ۸ پوهنځیو او ۳۳ څانګو په درلودلو سره فعالیت کوي او په ۱۳۶۳ کال کې تاسیس شو.