سیمهنړۍ

بایدن او زلنسکی لس کلن امنیتی تړون لاسلیک کړ

د امریکا ولسمشر جوبایدن او د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکی په ایتالیا کې د سرمشریزې په څنډه کې د دواړو هیوادونو ترمنځ د لس کلن امنیتي تړون لاسلیک کړ.

رویترز راپور ورکړی چې بایدن له زلنسکی سره په ګډه خبري کنفرانس کې وویل: “د دې تړون په لاسلیک کولو کې زموږ هدف دا دی چې د اوکراین اوږدمهاله مخنیوي او دفاعي تضمین ظرفیتونه پیاوړي شي.

اړونده مقالې

د دغه راپور له مخې، د اوو هېوادونو د ډلې مشرانو د پنجشنبی په ورځ (دغبرگولی ۲۴ مه) په خپله غونډه کې موافقه وکړه چې د روسیی د کنګل شویو شتمنیو له ګټې څخه به اوکراین ته د ۵۰ میلیارده دالرو پور د تمویل لپاره کار واخلي.

په دې خبري غونډه کې د اوکراین ولسمشر د بایدن د «مشرتابه» او د کییف د ملاتړ ستاینه وکړه.

دغبرگولی په 13 مه ، زلنسکی د ترامپ د احتمالي پریکړې په اړه اندیښنه څرګنده کړه چې په کییف باندې د “سولې بد پلان” تحمیل کړي که چیرې هغه ټاکنې وګټي.

تېر کال، ترامپ ویلي و چې کولای شي په “۲۴ ساعتونو کې” د اوکراین جګړه پای ته ورسوي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button