د افغانستان د کرکت ملي لوبډلې د شل اوریز نړیوال جام په دریمه لوبه کې پاپوا نیوګیني ته ماتې ورکړه.
د ۲۰۲۴ کال شل اوریز کرکت نړیوال جام سیالیو په دوام، نن جمعه (دغبرگولی ۲۵ مه) د هېواد د کرکت ملي لوبډلې د پاپوا گینه نو لوبډلې ته په اوو ویکټو ماتې ورکړه او په دې توګه یې بل پړاو ته لاره پیدا کړه، چې د سر اته لوبډلې پکې شاملې دي.
افغانستان خپله څلورمه لوبه دغبرگولی په ۲۹مه له ویست اندیز سره کوي.