افغانستانویډیويي راپور
په مزارشريف کې د وينې ورکولو نړيواله ورځ ونمانځل شوه
دغبرگولی د میاشتې 24 نیټه چې د وینې ورکونکو د ستاینې د نړیوالې ورځې په توګه ټاکل شوې ده؛ په دې ورځ د ټولو هغو کسانو سترې هڅې او بشردوستانه کړنې چې د وینې په ورکولو او لېږدولو او د انسانانو د ژوند ژغورلو هڅې کوي د ستاینې وړ دي.
د بلخ ولايت د عامې روغتيا رياست مسوولينو د دغه رياست د روغتون په تالار کې د وينې ورکول يو خير او بشري عمل وباله او د بلخ له خلکو يې وغوښتل چې د هيموفيليا او تلاسيميا له ناروغانو سره چې وینی ته جدي اړتيا لري، همکاري وکړي.