سیمهنړۍ

یونیسف:۳ زره فلسطینی ماشومان د لوږې له خطر سره مخامخ دي

د الجزیری د راپور له مخې، د ملګرو ملتونو د ماشومانو صندوق چې یونیسیف په نامه یادیږي وايي: په غزه کې تر ۳ زره زیات فلسطینی ماشومان اوس په سخته خوارځواکۍ اخته دي او روغتیايي خدمتونو ته د هغوی د لاسرسۍ بندیدل یې د مور او پلار په غیږ کې د مړینې له خطر سره مخامخ کړي دي.

د غزې د جګړې د دوام له امله د فلسطینیانو بې ځایه کیدل په عملی توګه روغتیایی خدمتونو ته د هغوی لاسرسی اغیزمن کړی او بې ځایه شویو ته د مناسبو خدمتونو وړاندې کول ممکن نه دی.

که څه هم د غزې شمالي سیمو ته د بشردوستانه توکو او خوراکي توکو ننوتل اوس تر یوه حده ممکن شوي دي، خو په جنوبی سیمو کې دغو مرستو ته لاسرسی خورا کم شوی دی.

د ملگرو ملتو دغه سازمان له صهیونیست رژیم وغوښتل چې په غزې کی د بشردوستانه مرستو د تیریدو لپاره دغه بندرونه پرانیزی او په دې خبرې سره چې یونیسف ډیر خوراکی مواد لری چې فلسطینی ماشومانو ته د غزې تړانګې ته د ننوتلو اجازه ورنه کړی.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button