په دې کتنه کې چې د قطر په ګډون د يو شمېر نورو هېوادونو استازو هم په کې ګډون درلود، د افغانانو اساسي اړتياوو ته د پاملرنې او د افغانستان له خلکو سره د مرستو په رسولو خبرې وشوې.
د قطر د بهرنیو چارو وزارت هم د دغې غونډې په تړاو په یوه خبرپاڼه کې ټینګار کړی چې د افغانستان د ټولنیز او اقتصادي پرمختګ لپاره به خپلو هڅو ته دوام ورکړي.