افغانستان

په لوگر کې د ۷۲ میلیونه افغانیو په لګښت د شپږ ښوونځي ودانۍ جوړه شوه

د پوهنې وزارت د لوگر ولایت په مرکز پل علم ښار کې د شپږو ښوونځیو لپاره د نویو ودانیو د جوړولو کار پیل کړی دی.

دغه وزارت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، چې د دغو ښوونځيو پر جوړېدو څه باندې ٧٢ ميليونه افغانۍ لګښت راځي، چې د يوې مرستندويه موسسې له خوا ورکول کېږي.

د دغې خبرپاڼې له مخې، ټاکل شوې ده چې د دغو ښوونځيو د جوړولو چارې د شپږو مياشتو په موده کې بشپړې او ګټې اخيستنې ته وسپارل شي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button