افغانستانسیمهنړۍ

روسیه له اسلامی امارت سره د اړیکو ټینګول یوه اړتیا ګڼي

د روسیی د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې ماریا زاخارووا ویلي، هېواد یې له ممنوع الخروج لیست څخه د اسلامي امارت د نوم ایستل او له اسلامي امارت سره د اړیکو ټینګول له ترهګرۍ او نشه یي توکو سره د مبارزې په برخه کې یوه اړتیا ګڼي.

د روسیی د بهرنیو چارو د وزارت ویاند دغه څرګندونې پرون (یکشنبی د غبرگولی ۲۰ مه) په سنت پیترزبورګ کې د اقتصادي غونډې په څنډه کې د تاس خبري اژانس ته وکړې.

ماریا زاخارووا زیاته کړه، هغه کسان چې د روسیی پر دغه اقدام نیوکه کوي له حقیقت سترګې پټوي.

د روسيی د بهرنيو چارو د وزارت د وياند دغه څرګندونې په داسې حال کې کيږي چې له دې مخکې د دغه هېواد ولسمشر ولاديمير پوتين هم له اسلامي امارت سره د اړيکو پر ټينګښت ټينګار کړى و.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button