سیمهنړۍ

امریکا په غزه کې د وړاندیز شوي درې اړخیز اوربند په اړه د امنیت شورا د رایې غوښتنه وکړه

په ملګرو ملتونو کې د امریکا د ماموریت ویاند نیت ایوانز اعلان وکړ چې د امریکا ولسمشر جوبایدن غواړي په غزه کې د درې پړاویز اوربند وړاندیز ته رایه ورکړي.

ده وویل: د یکشنبی په ورځ مو په دې اړه د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته یوه غوښتنه وړاندې کړه.

په دې توګه د امریکا متحده ایالاتو غوښتنه وکړه چې په غزه کې د اوربند وړاندیز چې د اسراییل له خوا چمتو شوی او تیره اونۍ د بایډن لخوا اعلان شوی، د امنیت په شورا کې رای اچونې ته وړاندې شي.

ایوانز وویل: د دې درې اړخیزې موافقې د نړیوال ملاتړ په صورت کې به د اوربند بهیر ګړندی شي او د اوربند د ټینګیدو په صورت کې به بندیان ازاد شي او اسراییل به د تړون د شرایطو مطابق د غزی له میشت ځایونو څخه ووځي.

هغه تاکید وکړ: اسرائیل دغه موافقه منلې وه، اوس د امنیت شورا فرصت لری چې په یو غږ خبرې وکړی او له حماس څخه وغواړی چې دغه موافقه ومنی.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button