افغانستان
د افغانستان د برېښنا د کمښت د حل لپاره د اسلامي امارت هڅه
د اوبو او انرژۍ وزارت وايي چې د بغلان ولایت د پلخمری ښار له خواجه الوان میدان څخه د کابل تر ارغندی پورې د ۵۰۰ کیلو ولت برېښنا مزي د لېږد پروژې عملي کار د دغه وزارت تر مدیریت لاندې پیل شوی او دغه هېواد د اوبو او انرژۍ وزارت د پانګونې په هدف له شخصی کمپنی څخه د دغه وزارت په مالي مرسته پیل شوی دی.
د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، د دې پروژی په پلي کېدو سره به له ترکمنستان څخه افغانستان ته څه باندې زر میګاواټه اضافي برېښنا ولېږدول شي، چې له دې سره به نه یوازې په کابل او د هغه په ۱۲ ګاونډیو ولایتونو کې د برېښنا د نشتوالي ستونزه هواره شي، د سلگونو خلکولپاره فرصتونه او د کار زمینه به هم برابره شي.