افغانستانسیمهنړۍ

د اسلامي امارت له حضور پرته د افغانستان لپاره د دوهمې سیمه ییزې تماس غونډه

د افغانستان لپاره د سیمه ییزې تماس ډلې دوهمه ناسته د اسلامي امارت له حضور پرته د شنبی په ورځ (دغبرگولی ۱۹مه) په تهران کې ترسره شوه.

د ایرانی رسنیو د راپورونو پر اساس په دې غونډه کې د ایران، چین، روسیی او پاکستان استازي ګډون لري.

کورنیو رسنیو د بهرنیو چارو وزارت د دریمې سیاسي څانګې د مشر ذاکر جلالی له قوله ویلي، چې اسلامي امارت د تهران په غونډه کې د ګډون بلنه نه ده منلې.

د بهرنیو چارو وزارت د دریمې سیاسي څانګې مشر په خپله ایکس پاڼه کې لیکلي چې افغان حکومت تمه لري چې د افغانستان په اړه جوړې شوې غونډې د نویو میکانیزمونو د جوړولو پر ځای د عادي او جوړ شوي میکانیزم له لارې ترسره شي.

ښاغلي جلالی زیاته کړه چې افغان حکومت د دوحې د دریمې ناستې په اړه له اړوندو خواوو سره په خبرو بوخت دی.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button