د افغانستان د اسلامي امارت د پوهنې وزیر مولوی حبیب الله اغا د پوهنې د وزیرانو په دوهمه څلور ورځنۍ نړیواله غونډه کې د ګډون په موخه روسیی ته روان شو.
د پوهنې وزارت د معلوماتو له مخې، مولوی حبیب الله اغا به په دغه فورم کې د افغانستان د پوهنې پر وضعیت، لاسته راوړنو، فرصتونو او ننګونو خبرې وکړي او د بېلابېلو هېوادونو د پوهنې له وزیرانو سره به هم وګوري.