د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتونی بلینکن به راتلونکې اونۍ منځنی ختیځ ته سفر وکړي چې د اسراییلو او حماس ترمنځ د اوربند د پلان د عملي کولو په اړه خبرې وکړي.
رویترز د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په حواله ویلي چې بلنکن به د دغه سفر په ترڅ کې د اسرائیلو، مصر، اردن او قطر له چارواکو سره وګوري او خبرې اترې وکړي.
بلینکن به په دې هم خبرې وکړي چې د اوربند وړاندیز به اسراییلو او فلسطینیانو دواړو ته څه ګټه ورسوي.
د بلینکن دا سفر وروسته له هغه کیږي چې بایډن د اسراییل او حماس ترمنځ د اته میاشتنۍ جګړې د پای ته رسولو لپاره د نوي اوربند وړاندیز وکړ.