د افغانستان د کرکت ملي لوبډلې د۲۰ اوریز نړیوال جام په دویمه لوبه کې نیوزلند ته ماتې ورکړه.
نن (شنبی، د غبرگولی ۱۹مه) د کرکت ملي لوبډلې د ۲۰ اورونو نړیوال جام په دویمه لوبه کې د نیوزلند پر وړاندې لوبه وکړه او په ټاکلو ۲۰ اورونو کې یې د ۶ لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۶۰ منډې هدف وټاکه.
په دویمه لوبه کې د نیوزلند لوبغاړو افغانستان ته د ۸۴ منډو په توپیر سره خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکړل.