افغانستان

د اسلامي امارت د عدلیی وزارت د تمدن تلویزیون د نشراتو د ځنډولو او لغوه کولو اعلان وکړ

د اسلامی امارت د عدلیی وزارت ویاند قاری برکت الله رسولی په یوه خبرپاڼه کې چې په افغانستان کې یې د تمدن تلویزیون د نشراتو د ځنډولو او د فعالیت د دوام د احتمال په اړه خبرتیا خپره کړې ده.

ښاغلي رسولی وویل چې د تمدن تلویزیون فعالیت به له سیاسي ګوند سره د تړاو او د امارتی ځمکو د غصب له امله ودرول شي.

هغه زیاته کړه، د اسلامی امارت عدلیی وزارت له دې وړاندې په هېواد کې د سیاسی ګوندونو هر ډول فعالیت منع کړی و او د همدې پرېکړې پر بنسټ په هېواد کې سیاسی ګوندونه لغوه کېږي او رسنۍ یې د فعالیت حق نه لري.

د تمدن تلویزیونی شبکې د اعلامیې له مخې، د خاتم النبیین (ص) مدرسی او خاتم النبیین (ص) پوهنتون د لغوه شوي ګوند “اسلامي تحریک” اړوند دي او ودانۍ یې په غصب شویو ځمکو جوړې شوې دي. د يادو شويو درېيو بنسټونو فعاليت بند شوى او د عدليې وزارت له خوا يې دفترونه تړل شوي دي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button