افغانستانسیمهنړۍ

د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت غوښتنه له دغه هیواد څخه د افغان مهاجرینو د اخراج په اړه له آلمان څخه

د اسلامي امارت دبهرنيو چارو وزارت وياند عبدالقهار بلخی نن جمعه د غبرگولی په ۱۸ مه په يوه اعلاميه کې وويل: دغه وزارت له آلمان څخه دافغان مهاجرينو د اخراج په اړه پرېکړه تعقيبوي او هيله څرګندوي چې دواړه هيوادونه د هیواد د اتباعو حقونه به د دیپلوماتیکو چینلونو له لارې اداره کړي تر څو افغانان له نامعلوم برخلیک سره مخامخ نشي او د منل شویو نړیوالو کنوانسیونونو خلاف دریم هیواد ته ونه سپارل شي.

د آلمان لومړي وزیر خبرداری ورکړی چې هغه افغان او سوری کډوال چې د هیواد امنیت ته ګواښ دی له آلمان څخه به وایستل شي.

اړونده مقالې

دا څرګندونې وروسته له هغې کېږي چې د جرمنی د ګڼو ګوندونو استازو د مانهیم له پېښې وروسته افغانستان ته د جنايي او خطرناکو پناه غوښتونکو د ایستلو د بیا پیل غوښتنه وکړه.

د تیرې جمعې په ورځ د مانهایم په پیښه کې یو ۱۱ کلن افغان مهاجر د «پیکس اروپا» په نوم د اسلام ضد لاریون په ترڅ کې په چاقو برید وکړ چې د یوه پولیس افسر په ګډون یې څو تنه ټپیان کړل.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button