افغانستانسیمهکلتور او تعلیمویډیويي راپور
په بلخ کې د امام خمینی (رح) د مړینې د ۳۵ کلیزې د لمانځنې مراسم
دغه غونډه د ايران د اسلامی جمهوريت د قونسلگری په مقر کې د ايران د اسلامي جمهوريت د قونسلگری، ديني عالمانو او د مزارشريف د ځينو اوسېدونکو په شتون سره جوړه شوه ،په دغه کنفرانس کې ویناوالو وویل: د امام خمینی غورځنګ به د پیړیو لپاره پاتې شی او هغه یې په اسلامی نړۍ کی د یوه فکری مکتب بنسټګر وباله.
په ورته وخت کې د دغو ګډونوالو په وینا، امام خمینی یو څو اړخیز شخصیت، یو آزاد سړی او یو لیرې نظر لرونکی سیاستوال وو چې په اسلامی انقلاب سره یې د لویدیځ دروغجنه څېره لیرې کړه.