د فرانسه دخبری اژانس په وینا، د هند د لومړي وزیر نریندرا مودی په مشرۍ د بهارتیا جاناتا ګوند په مشرۍ ایتلاف د هیواد په ملي ټاکنو کې اکثریت وګټلو.
د هند د ټاکنو کمیسیون د پایلو له مخې، د نریندرا مودی ګوند په مشرۍ ایتلاف د ۲۷۲ څوکیو په ګټلو بریالی شوی، چې د هند په پارلمان کې د ۵۴۳ څوکیو په لرلو سره د اکثریت ګټلو لپاره کافي دی.
د دغو پایلو له مخې، بهارتیه جاناتا ګوند پخپله ۲۲۴ څوکۍ ګټلې او په ۱۶ څوکیو مخکښه ده او په ټولیزه توګه په ۲۴۰ څوکیو کې مخکښ دی.
دا شمېره د هغو ۳۰۳ څوکیو په پرتله چې د نریندرا مودی ګوند په تېرو ټاکنو کې ګټلې د پام وړ کموالی دی.
له بلې خوا، د اپوزیسیون لوی ګوند کانگرس۸۸ څوکۍ ګټلي او په۱۱ څوکیو کې مخکښ دی او په ټولیزه توګه په۹۹ څوکیو کې مخکښ دی، چې دا د پنځه کاله دمخه په ټاکنو کې د۵۲ څوکیو نږدې دوه چنده دی.
دا په داسې حال کې ده چې په هند کې په دې ورځو کې سختې ګرمۍ د دغه هېواد په ټاکنو کې د رای ورکوونکو ګډون ستونزمن کړی و او چارواکو په بهار او اترپردېش ایالتونو کې د سختې ګرمۍ له امله د لسګونو ټاکنیزو کارکوونکو د وژل کېدو اعلان وکړ.