د قزاقستان ولسمشر قاسم جومارت توقایف اعلان وکړ چې هېواد یې د اسلامي امارت نوم د ترهګرو ډلو له لیست څخه ایستلی دی.
د قزاقستان د رسنیو د راپور پر بنسټ، ښاغلي توکایف دغه څرګندونې د ګډو امنیتي تړون د سازمان د غړو هېوادونو له ولسمشرانو سره په کتنه کې وکړې او ویې ویل، چې دغه پرېکړه له افغانستان سره د سوداګریزو او اقتصادی همکاریو د پراخېدو په خاطر شوې ده ،په دې پوهیدل چې د اسلامي امارت حکومت اوږدمهاله دی.
نوموړي همداراز ټینګار کړی، چې په سیمه ییزو اړیکو کې د اسلامي امارت فعاله ونډه ستراتیژیک لومړیتوب دی.