د ایران د اسلامی جمهوریت د ستر لارښود حضرت امام خمینی رح د مړینې ۳۵ تلین ونمانځل شو.
په دغه کتنه کی د ایران د اسلامی انقلاب معظم رهبر سید علی خامنهای وویل د فلسطین د مسئلې په هکله د امام خمینی نظر دا دی چې د فلسطین مسئله باید د خبرو اترو او جوړجاړی له لارې نه حل کیږی؛ د فلسطین او د هغه د خلکو مسله باید په عادلانه توګه حل شي.
ښاغلی خامنهای د فلسطین مسئلې ته په اشارې سره وویل امریکا د فلسطین له خلکو سره په جنګ کې د صهیونیست رژیم ملاتړ کوی او ټینګار یې وکړ د نړۍ د ولسونو د اجماع په وړاندې د امریکا دریځ بې اغیزې او غیر فعال دی، ژر یا وروسته به اړ شي چې د صهیونیستي اسراییلو د رژیم ملاتړ ودروي.