افغانستانسیمه

عبدالمنان عمری د قطر د سوداګرۍ خونې له مرستیال سره د سوداګرۍ د پراختیا په اړه خبرې وکړې

د افغانستان د کار او ټولنیزو چارو سرپرست وزیر عبدالمنان عمری د قطر د سوداګرۍ خونې له مرستیال محمد بن احمد بن طوار الکواری سره وکتل او د سوداګرۍ او اقتصاد په برخو کې یې د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا خبرې وکړې.

د افغانستان د کار او ټولنیزو چارو وزارت اعلان کړی چې ښاغلي عمری په دې کتنه کې له قطري سوداګرو وغوښتل چې په افغانستان کې پانګونه وکړي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button