افغانستان
سبا د هېواد په ټولو ولایتونو کې د گوزن ضد واکسین کمپاین پیلېږي
د گوزن څخه د پاک افغانستان په نوم د پولیو د واکسین د کمپاین په خپرونه کې اعلان شوی چې د واکسین کمپاین به سبا دوشنبی (د غبرگولی په ۱۴مه) د هېواد په ټولو ولایتونو کې پیل شي.
د گوزن واکسين کمپاين مخکنی پړاو چې تېره مياشت پيل شوی و، ۱۰،۷ ميليونه ماشومان چې عمرونه يې له پنځو کلونو کم وو، واکسين شوي وو.
افغانستان او پاکستان یوازینی هیوادونه دي چې گوزن پکې له منځه نه ده تللې.