د ایراني رسنیو په حواله، د ایران پخوانی ولسمشر محمود احمدی نژاد یو ځل بیا د دغه هېواد د ولسمشرۍ ټاکنو ته ځان نوماند کړی دی.
احمدی نژاد له ۲۰۰۵ څخه تر ۲۰۱۳ کال پورې د ایران ولسمشر و، چې د دغه هېواد د ساتونکو شورا له خوا د ۲۰۱۷ کال په ټاکنو کې له ګډون منع شوی و.
د اسوشیتد پرس په وینا، د دغه ایرانی سیاستوال راستنېدل په داسې حال کې کېږي چې د تهران د اتومی پروگرام پر سر د ایران او لویدیځ ترمنځ کړکېچ خپل اوج ته رسېدلی، له اوکراین سره په جګړه کې د روسیی وسله وال کول او د اپوزیسیون پراخ فشار دی.
د ایران د ولسمشرۍ د کاندیدانو د نوم لیکنې بهیر څلور ورځې مخکې پیل شوی او سبا دغبرگولی تر ۱۴مې به دوام وکړي او ټاکنې به دجون په۲۴ ترسره شي.