په رفح باندې د اسراییلو د بریدونو په اړه د خلکو د زیاتیدونکي غصی سره، د سپینې ماڼۍ ویاند جان کربی وویل چې د جو بایدن اداره د اسراییلو په اړه د خپلو پالیسیو د بدلولو کوم پلان نلري.
د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا په رفح کې د یکشنبی د ورځې برید د بایدن د سرې کرښې څخه تیریدل نه ګڼل کیږي، هغه وویل: “په پالیسیو کې هیڅ بدلون نه دی راغلی چې زه یې اعلانوم، او موږ باید وګورو چې د اسراییلو پایلې څه دي؟ پلټنې به وشي.”
کربی وویل: د بایدن اداره لا هم په رفح کې د اسرائیلو د پراخ ځمکنی برید پر ضد ده هغه ادعا وکړه چې امریکا تر اوسه داسې برید نه دی لیدلی.
جان کربی ټینګار کړی چې که دا ډول برید وشي، بایدن به د اسراییلو د ملاتړ په اړه پرېکړه وکړي.
هغه زیاته کړه: “د بایدن اداره اندیښمنه ده چې د اسراییلو عملیات په نړۍ کې نور هم منزوي کړي دي.”
د صهيونېست رژيم جنګياليو تېره شپه په رفح ښار کې د آنروا موسسې ګودامونو ته څېرمه د کډوالو په خېمو حمله وکړه چې په دغه حمله کې له څلوېښتو زيات فلسطينيان شهيدان او په لسګونو نور ژوبل شول.