د ماشومانو د ژغورنې موسسې یا (سیف دی چلدرن)په یوه راپور کې ویلي، چې په افغانستان کې به شاوخوا ۶،۵ میلیونه ماشومان یا په هرو لسو ماشومانو کې درې یې تر ۲۰۲۴ کال د لوږې له بحران سره مخ شي.
دغه سازمان سیلاب، وچکالي او له پاکستان او ایران څخه د افغان کډوالو راستنیدل په افغانستان کې د خوراکي توکو د نه خوندیتوب د زیاتیدو لاملونه بولي.
د سازمان په وینا، اټکل کیږي چې په۲۰۲۴ کې به 2.9 میلیونه ماشومان چې عمرونه یې د پنځو کلونو څخه کم وي د شدید خوارځواکۍ سره مخ شي.