سیمهنړۍ

پاکستان فضا ته د خپل هېواد د سپوږمکۍ د استولو اعلان وکړ

پاکستانی رسنیو راپور ورکړی چې د قمري مدار ته د (آی کیو قمر) سپوږمکۍ له بریالیتوب وروسته، پاکستان چمتو دی چې د دیجیټل او ستلایت تکنولوژی د ځایی کولو په لور یو عصری مواصلاتی سپوږمکۍ فضا ته واستوي.

دا سپوږمکۍ چې ټاکل شوې د جمعې په ورځ وتوغول شي، په ټول پاکستان کې د انترنتی سیستم د پیاوړتیا په هدف جوړه شوې ده.

د پاکستان د فضايي څېړنو مرکز (سپارکو) په یوه بیان کې اعلان وکړ چې د MM1 سپوږمکۍ به د باند پهن انترنت او تلویزیون خدمات وړاندې کړي.

دا سپوږمکۍ د پاکستانی انجینرانو، فضایي ساینس پوهانو او فزیک پوهانو لخوا دیزاین او جوړه شوې وه.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button