د قطر د سره میاشت ټولنې په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د افغانستان په محرومو سیمو کې به ۱۰ روغتیايي مرکزونه جوړ کړي چې دغه مرکزونه به په افغانستان کې د میندو او ماشومانو لپاره د لومړنیو روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو په هدف جوړ شي.
په خبرپاڼه کی راغلی چې دغه مرکزونه به هر کال ۲۵۰ زره میندو او ماشومانو ته روغتیايي خدمات وړاندې کوي.