په ایروان کې زرګونو کسانو یو ځل بیا له واکه د نیکول پاشینیان د استعفا غوښتنه وکړه
د ارمنستان په پلازمېنه ایروان کې په زرګونو کسانو سړکونو ته راووتل او یو ځل بیا یې له واکه د صدراعظم نیکول پاشینیان د استعفا غوښتنه وکړه.
د راشا تودی د راپور له مخې، د یکشنبی په ورځ د اذربایجان جمهوریت ته د څو سرحدی کلیو د سپارلو په اړه د حکومت د پرېکړې پر ضد پراخ لاریون وکړ.
د دغه رپوت له مخې د مظاهرو تنظیمونکو د پاشینیان د ځای ناستی د لوړ رتبه مسیحی عالم باگرات گالتانیان له دریځه خپل ملاتړ اعلان کړ.
د جمعی په ورځ د اذربایجان حکومت اعلان وکړ چې له ارمنستان سره یې د څلورو سرحدي کلیو کنترول په لاس کې اخیستی دی.
د باکو د حکومت له مطبوعاتی دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د اذربایجان جمهوریت سرحدي ځواکونو د قزاقستان په سیمه کې د باغانیس اریم، اشکي اسکیپارا، خمیرلی او قزل حجلهی کلي تر خپل کنترول لاندې راوستي دي.
د اپريل په ۱۹مه نېټه، د باکو د حکومت مطبوعاتی څانګی په يوه اعلاميه کې اعلان وکړ چې د اذربايجان او ارمنستان د پولو د ټاکلو کميسون د څلورو کليو تر منځ د ځينو سرحدی برخو په اړه لومړنۍ موافقې ته رسېدلي دي: باغانیس (ارمنستان)، باغانیس آیریم (جمهوری آذربایجان)، ووسکپار (ارمنستان) ،آشاقی آسکیپارا (جمهوری آذربایجان)، کیرانتس (ارمنستان)، خیمرلی (جمهوری آذربایجان)، برکابر (ارمنستان) او قیزلحاجیلی (جمهوری آذربایجان).
د ارمنستان له خوا د دغو سیمو سپارل د نیکول پاشینیان د حکومت پر ضد د اعتراضونو څپې راپارولي او د لسګونو کسانو د نیولو لامل شوي دي.
دا سیمې د پخواني شوروي اتحاد د اذربایجان جمهوریت یوه برخه وه او له ۱۹۹۰ کلونو راهیسې د ارمنستان تر ولکې لاندې وې.