سیمه

په هند کې په یوه تفریحی مرکز کې اورلګېدنې ۲۷ کسان وژلي دي

هندی رسنیو خبر ورکړی، چې د گجرات ایالت په یوه کورنی تفریحی ځای کې د اورلګېدنې له امله د ۱۲ ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۲۷ کسان وژل شوي دي.

د راپورونو له مخې، دغه اورلګېدنه پرون ماښام (د غبرګولي ۵ مه) د دغه ایالت په راجکوت ښار کې د کمپیوتری لوبو په یوه ځای کې شوې ده.

د دغه ایالت د سیمه ییزو چارواکو په وینا؛ اور لګېدلی دی خو اټکل کیږي چې د مړو شمیر به زیات شي.

بل خوا د پېښې ځای کې پولیس وايي، چې تر اوسه د اور لګېدنې لامل نه دی څرګند خو د دې موضوع د څېړلو لپاره ځانګړی پلاوی ټاکل شوی دی.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button