افغانستان

په زابل کې ترافیکی پېښې ۱۸ تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده

د زابل ولايت د امنيی قومندانۍ وياند ذبيح الله جوهر وايې چې دا پېښه تېره ورځ مازديګر مهال (د غبرګولي په پنځمه) د شهر صفا ولسوالۍ د “بريام مانده” په سيمه کې رامنځته سوې ده.

د هغه په وينا، په دې پېښه کې يوه ښځه او دوه نارينه مړه او د ښځو او ماشومانو په ګډون ١٥ نور ټپيان شوي دي.

نوموړي د دې پېښې د لامل په اړه څه ونه ويل.

د کابل-کندهار لویه لار د هېواد په کچه یو له ترافيکی پېښو سره مخ ده، چې د موتر چلوونکو تیز سرعت او بې احتیاطا، ترافیکی قوانینو ته نه پاملرنه او د سړکونو خرابوالی په هېواد کې د ترافيکي پېښو اصلي لاملونه بلل کېږي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button