د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت وايي، چې د ۵۵۹ تنو په ګډون ۱۰۶ افغان کورنۍ پرون (شنبی د غبرگولی ۵ مه) له پاکستان په زوره ایستل شوې او د سپین بولدک او تورخم له لارې هېواد ته راستنې شوې دي.
د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، له دغو کډوالو څخه پر یو شمېر یې نقدی مرستې وېشل شوي او یو شمېر یې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ او د مهاجرت د نړیوال سازمان دفترونو ته د مرستو د ترلاسه کولو په موخه ورپېژندل شوي دي.