د مرکزی بانک لوړ پوړی پلاوی د نړیوال اسلامي اقتصادي او مالي فورم په کلني نړیوال کنفرانس کې د ګډون په موخه مالیزیا ته تللی.
مرکزی بانک وايي، دغه پلاوی په دغه فورم کې د ګډون ترڅنګ د مالیزیا د مرکزی بانک په غونډه کې د ګډون لپاره ځي.
د مرکزی بانک د معلوماتو له مخې، دغه پلاوی به د اسلامي بانکدارۍ له نړیوال شرعي څیړنیز مرکز، د اسلامي بانکدارۍ او مالیې له نړیوال پوهنتون، د مالیزیا نړیوال اسلامي پوهنتون او د حج او زکات له څانګې څخه هم لیدنه وکړي.
د اسلامي اقتصاد او ماليې په نړيوال فورم کې د نړۍ د بېلا بېلو هېوادونو د مرکزي بانکونو او مالي ادارو استازي رابلل شوي چې د اسلامي بانکدارۍ د پراختيا، د کوچنيو او منځنيو تشبثونو د پياوړتيا، د سکوک اړوند مسايلو او د مالي بازارونه او چارو د پراختيا په اړه خبرې وکړي.