سیمهنړۍ

د تایوان په شاوخوا کې د چین دوه ورځنی پوځي تمرینات به د تایوان د خپلواکۍ فعالین مجازات شي

د پنجشنبې په ورځ (د غبرگولی په دریمه)، د چین پوځ د تایوان تاپو په شاوخوا کې خپل دوه ورځنی لوی تمریناتو پیل کړل، چې د تایوان د نوي ولسمشر په توګه د لای چینگ ته د سوګند اخیستو څخه چی حکومت یوازی یو “بیلتون غوښتونکی” بولي درې ورځې وروسته ترسره شو.

که څه هم چین تایوان د خپلې خاورې یوه برخه ګڼي او په وار وار یې د تایپه د بېرته ستنېدو پر اړتیا ټینګار کړی، خو تایوان وايي دا خلک دي چې د خپل راتلونکي په اړه پرېکړه وکړي.

په تایوان کې وروستی ولسمشریزې ټاکنې د چین د ګواښونو په سیوري کې ترسره شوې او د دغه هیواد نوي ولسمشر د دوشنبې په ورځ په خپله پرانیستونکې وینا کې له بیجینگ څخه وغوښتل چې د ګواښونو مخه ونیسي او ټینګار یې وکړ چې دواړه هیوادونه “د یو بل تابع نه دي”. چینایي چارواکو دا خبرې غندلي او هغه یې “شرمناک” بللي دي.

په همدې حال کې گلوبل پریس راپور ورکړی چې چین به د جون په پیل کې پر تایوان برید وکړي.

چین د “تایوان سزا” په نوم په یوه تمرین کې خپل ټول جزایر محاصره کړي او امریکايي ځواکونه په تایوان کې د تیارسۍ په حال کې دي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button