“اکسیوس” وېبپاڼې د یوه اسرائیلي چارواکي په حواله ویلي چې په دې وروستیو کې د اسرائیلو د جګړې شورا پرېکړه کړې چې د حماس له مقاومت غورځنګ سره د مذاکره کوونکي ټیم واک پراخ کړي.
په همدې حال کې د اسراییلو امنیتي مشرانو او مذاکره کوونکې ډلې په یوه غونډه کې ومنله چې په هر قیمت چې وي باید دې هوکړې ته ورسیږي. “حتی که د حماس وروستی وړاندیز هم وڅېړل شي او موږ نور امتیازات ورکوو.