افغانستانسیمه

مزارشریف ته د ترکش ایرلاین د الوتنو د پیل په اړه خبرې وشوې

د ترانسپورت او هوايی چلند وزیر ملا حمیدالله اخندزاده په کابل کې د ترکیی له سفیر جنک اونال، د ترکش ایرلاین سیمه ایز مدیر محمود یایلا او ورسره پلاوي سره وکتل.

د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت وايي چې په دې غونډه کې کابل ته د ترکش ایرلاین د الوتنو بیا پیلول د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د پراختیا لپاره یو مهم ګام وګڼل شو او مزارشریف ښار ته د دغه شرکت د الوتنو د پیل په اړه هم خبری وشو.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button