افغانستان

د هیواد د سیلاب ځپلو سره د مرستې لپاره د مالیې وزارت د حساب جوړول

د افغانستان اسلامي امارت لومړی وزیر ملا محمد حسن اخند په یوه نوي فرمان کې ویلي چې د مالیی وزارت باید د هېواد له سیلاب ځپلو سره د مرستې او د هغوی لپاره د سرپناه د جوړولو لپاره د افغانیو او دالرو حساب پرانیزي.

د دغه فرمان له مخې، د دغو حسابونو په پرانیستلو سره به د مرستو لپاره روښانه ادرس پیدا او په ښه توګه به اړمنو هېوادوالو ته ورسول شي.

د دغه فرمان له مخې، دغه مرستې د تدارکاتو له پړاوونو پرته، د ښارجوړونې او کور جوړونې وزارت د عالي مقام له لارښوونې وروسته د یو شمېر وزارتونو په غړیتوب د یوې کمېټې له لارې راټولېږي. بودجه، تخصیص او تادیه په ذکر شویو سکتورونو کې به وکارول شي.

په دغه فرمان کې له ټولو هېوادوالو او له ملي او نړیوالو مرستندویه بنسټونو غوښتل شوي چې د دغو حسابونو له لارې مرسته وکړي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button