افغانستان

کابل ښاروالۍ: د کابل د آسمایی غره په لمنو کې د زینو او شنو ساحو د جوړولو چارې پیل شوې

د کابل ښاروالۍ مسوولین وايي، د ارتل پل په لور د آسمایی غره په لمنو کې د زینو د جوړولو او د شنو سیمو د جوړولو کار روان دی.

دغه بنسټ زیاتوي چې په دې تاریخي سیمه کې به له ۴۰ تر ۵۰ سانتی متره پلنوالي او ۲۰ سانتی متره لوړوالي سره ۳۸۰ پله جوړ شي.

دغه راز ۱۷ شنې ساحې چې له ۲۰ تر ۸۰ مربع مترو پورې مساحت لري تر کار لاندې دي چې د شاوخوا دیوال د ډبرو ګنډل، د کرنیزو خاورو انتقال، د نیالګیو کینول، د ګلانو بسترونه او واښه شامل دي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button