د سوریی حکومت د ایت الله رئیسی او حسین امیر عبداللهیان او د هغوی د ملګرو د شهادت په مناسبت د ایران خلکو او د انقلاب رهبر ته د تسلیت د رسمي پیغام له استولو وروسته په دغه هیواد کی درې ورځنی ماتم اعلان کړ.
له دې مخکې د سوریی ولسمشر بشار اسد د اسلامی انقلاب له رهبر سره د ایران د حکومت او ملت د دوستۍ او د ایران د ولسمشر سید ابراهیم رئیسی او د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیرعبداللهیان په شهادت د سوریی ملت د زړه له کومې خواخوږی د ایران له خلکو سره څرګنده کړه.
تر دې وړاندې د لبنان حکومت درې ورځنی ماتم اعلان کړی و او د پاکستان حکومت هم د دغې پېښې له امله یوه ورځنی ماتم اعلان کړی و.