سیمهنړۍ

عاجل: | ایت الله رئیسی له ملکوت اعلی سره یوځای شو

د ایران ولسمشر ایت الله رئیسی د ختیځ اذربایجان په ورزقان سیمه کې د چورلکې د لوېدو په پېښه کې شهید شو او له ملکوت اعلی سره یو ځای شو.

د ابراهیم رئیسی د سپرلۍ په چورلکه کی په دغه حادثه کی د تبریز د جمعې امام آیت الله العظمی سید حسن، د ایران د بهرنیو چارو وزیر داکتر حسین امیرعبداللهیان او د تبریز والی ملک رحمتی هم موجود وو او هغويی هم شهیدان شول.

اړونده مقالې

د دغې چورلکې پيلوت او د رئيسی ساتونکي د دغې حادثې په شهيدانو کې شامل دي.

ایت الله رئیسي او ملګري یې د قیز قلعه سی بند د عملیاتو له مراسمو وروسته چې د اذربایجان جمهوریت د ولسمشر الهام علی اف په حضور کې ترسره شول، په چورلکه کې تبریز ته روان وو، خو دغه چورلکه د ورزغان په سیمه کې لاره په منځ کې نسکوره شوه.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button